IQNA

 د قرآن سپکاوی کونکی په  چیچنیا کې محاکمه کییږی

8:28 - October 08, 2023
د خبر لمبر: 3488071
ایکناـ (چیچنیا) په روسیې کې د قرآن کریم د یوې نسخې سپکاوی کونکی کس د دوشنبې په ورځې په چیچنیا کې محاکمه کیږی.

ایکنا د الغد له قوله راپور راکړ، د نیکیتا ژوراویل په نامط سره یو روسی ځوان  د قرآن کریم د یوې نسخې د سپکاوي په تور  سبا دوشنبې ورځې د چیچنیا په پلازمینې ګروزني کې محاکمه کیږي.

د یوه جومات په وړاندې  د قرآن کریم دیوې نسخې  له سوځولو وروسته په ولګوګراډ کې  په تیر مئ میاشت کې د روسیې د امنیتی ځواک په وسیله  دهغه  له نیول کیدا وروسته ، د چیچنیا  په پلازمینې ګروزني کې یوې محکمې  د  اکتوبر په نهمه د تورن محاکمې پیل اعلان کړی دی.

دعدالت اعلامیه ښئ چې  د ژوراویل په ضد جوړه شوي جنائي دوسیه منل شوې ده او د روسیې د څيړنیزې کمیټې  په وینا، هغه اعتراف کړی دی چې د اوکراین  دامیتی ادارو په حکم سره ئې د پیسو داخستو په بدل کې  د قرآن سپکاوی کړی دی.

دغې کمیټې توضیح ورکړې ده چې د  مسلمانانو احساساتو ته د سپکاوي په تورونو ئې یوه جنائي دوسیه جوړه کړې  ده  او تورن  د محاکمې او څيړنو دبشپړولو لپاره  په چیچنیا کې پلټونکو ته سپارلی دی.

سږکال په غبرګولې میاشتې کې نیکیتا ژوراویل چې په ولګوګراډ کې دقرآن کریم دسپکاوي په دلیل په زندان کې ؤ ،ګروزني ته منتقل شو او ددغې سیمې خپه او غوسه خلکو  ؛له قرآن سپکاویو لاس واخلئ؛ په شعار  او پلې کارډونو په اوچتولو سره دهغه هرکلی وکړ

دولګوګراډ پولیسو په چیچنیا او د روسیې په نورو سیمو کې د مذهبی اومدنی ټولنو په غوښتې سره ژوراویل د مسلمانو پلټونکو په وړاندې د شتون لپاره چیچنیا جمهوریت ته جلاوطن  کړ چې ټاکل شوې ده سبا  ئې د چیچنیا په ګروزني  محاکمه پیل شي.

په روسیې او ډیرو  اروپائي هیوادونو کې د  قرآن سپکاوي او سوځول  ممنوع دي او په دې لړ کې هرډول  اقدام قانوني تعقیبونې او سزاګانې لري.    

https://iqna.ir/fa/news/4173595

captcha